ترکیه، روسیه او ایران به راتلونکې میاشت د سوریې پر وضعیت خبرې وکړي

ترکیه، روسیه او ایران به راتلونکې میاشت کې په یوه غونډه کې د سوریې پر وضعیت او په سیمه کې د باالقوه اقداماتو په اړه بحث او خبرې وکړي.

دا خبره د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند نن سې شنبې وکړه.

حامي اکسوی ونه ویل چې دغه غونډه به چېرته کېږي.

روسیې او ایران هم سمدستي دغه مسئله نه ده تأیید کړې.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت دې ویاند چې په انقره کې یې خبریالانو ته څرګندونې کولې، دغه راز وویل چې ترکیه به امریکایي چارواکو ته ووایي چې له واشنګټنه تمه کوي چې پرهغو وسلو د بیا کتنې په اړه مشخص اقدام وکړي چې دا هېواد یې د سوریې کرد ملېشو ته ورکوي.

ټاکل شوې چې د ترکیې او متحدو ایالتونو چارواکي به د روانې میاشتې په اتمه او نهمه په واشنګټن کې سره وګوري.