د تخار ولایت د یتیم تپې سربند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت د تخار ولایت د یتیم تپې سربند د جوړېدو خبر ورکوي.

د دې وزارت د دفتر رئیس او مطبوعاتي مسؤل اصف غفوري نن ازادي راډيو ته وویل چې د دې سربند په جوړېدو سره نېږدې دیرش زره هکتاره زراعتې ځمکې ته اوبه ورسېدې.

د ده په خبره یاده پروژه په ۲۰۱۵ مېلادي کال کې پیل شوې وه چې ۱۸ میلیونه ډالر لګښت پرې راغلې چې د اسیايي بانک له لوري ورکړل شوی دی.

ښاغلی غفوري وايي چې په دې سره به د تخار په زراعتي محصولاتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.