د هلمند ولایت د زمین داور کانال او د موسی کلا د اوبو بند د جوړولو قرارداد تېره ورځ ناوخته د افغانستان د زراعت وزیر او یو خصوصي شرکت له لوري د ولسمشر په حضور کې لاسلیک شو.
د زراعت او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې د دې پروژې په عملي کېدو سره به د فقر کچه راټيټه او په سیمه کې به د سېلابونو مخنیوی وشي.
نوموړی همداراز وویل چې په دې سره به د زراعتي ځمکو د اوبو او برېښنا اړتیا هم پوره شي.
دی وايي چې دا پروژه د درې اعشاریه ۶ ميلیونه افغانیو په مالي لګښت جوړېږي چې لګښت افغان حکومت ورکوي.