د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د جنوبي کوریا له استازو سره په کتنه کې د خبرو وړاندیز چې هغه خورا زیات اخلاص بللی، کړی او له جنوبي کوریا سره د یووالي په اړه د خبرو د پرمخ بیولو په برخه کې یې خپله غوڅه لېوالتیا په ډاګه کړې ده.
د جنوبي کوریا د ولسمشر مون جای اېن له استازو سره د کیم نننۍ کتنه د دواړو خواوو لومړۍ کتنه وه او ښيي چې د شمالي کوریا د اټمي ازموینو له کبله دواړه کوریاګانې په خپلو اړیکو کې له کلونو کړکېچ وروسته اوس هڅه کوي چې خپل اړیکي ښه کړي.
د شمالي کوریا رسنیو راپور ورکړی چې کیم په دې کتنه او مېلمستیا کې چې ۴ ساعته یې دوام وکړ د دواړو هېوادونو د ملي یووالي لپاره د یوه نوي تاریخ ثبتولو ته لېوالتیا لري.