ننګرهار: په یوه ټانکر کې د اور لګېدنې له امله ۲ تنه وژل شوي

نن سې شنبه سهار شاوخوا شپږ بجې د جلال اباد تورخم په لویه لار د بهسودو ولسوالۍ اړوند د ګمرګ په سیمه کې د تیلو په یوه ټانکر موټر کې د شوې چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

د ننګرهار ولایت ویاند عطا الله خوګياڼي ازادي راډيو ته وویل چې د چاودنې له امله شاوخوا ۳۰ دوکانونو هم اور اخېستی چې میلیونونه افغانۍ مالي زیان يې اړولی دی.

ښاغلي خوګیاڼي دا هم وویل چې اور په ټانکر پسې د نښلول شوي مقناطيسي ماين د چاودنې له امله رامنځته شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې سیمې ته پر وخت د اور وژنې عمله ورسېده چې اوس مهال اور مهار شوی دی.