نی د هرات سیمه‎ییز چارواکي په سرغړاوي تورن کړي

نی یا په افغانستان کې له ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې د هرات سیمه‎ییز چارواکي اطلاعاتو ته د خلکو د لاس‎رسي له حقه په سرغړاوي تورن کړي دي.

د نی ادارې مشر مجیب خلوتګر پرون دوشنبه په هرات کې خبریالانو ته وویل، د دوی موندنې ښيي چې د هرات ډېر چارواکي خبریالانو ته د معلوماتو له ورکولو ډډه کوي.

دی وايي:

"هغه څه چې د نی دفتر په هرات کې لیدلي، دا دي چې اطلاعاتو ته لاس‎رسي تر ډېره تر ډېره ستونزمن دی او له بده مرغه په دې برخه کې ډېر خنډونه د سیمه‎ییزې حکومتي ادارې له‎خوا رامنځ ته کېږي."

ښاغلي خلوتګر په دې برخه کې په مشخصه توګه د هرات د کوم چارواکي نوم وانه‎خېست.

خو د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، دوی په هرات کې معلوماتو ته د خبریالانو د لاس‎رسي او د بیان د ازادۍ په برخه کې پراخ اقدامات کړي او په دې برخه کې د خبریالانو په وړاندې د حکومتي ادارو له‎خوا هېڅ کوم خنډ نه‎شته.