د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر یوکیا امانو وايي، د ایران د ۲۰۱۵ کال د تاریخي اټمي موافقې پاتې راتلل به یوه لویه ناکامي وي.
امانو نن دوشنبه د دې ادارې د مدیره هیئت په غونډه کې وویل، دی نن ویلی شي چې ایران د دې موافقې له مخې، خپلې ژمنې عملي کوي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له ایران سره د نړیوالو قوتونو پر اټمي موافقې سخت انتقادونه کړي دي او هغهيې یو ناورین بللی دی.
په همدې حال کې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر له ایراني مقاماتو سره د خبرو لپاره په تهران کې دی.