د جرمني د دفاع وزیره اورزولا فون ډیریلاین پلان لري چې په افغانستان کې د ناټو په روزونکي مأموریت کې د خپل هېواد د سرتېرو شمېر زیات کړي.
د جرمني خبري اژانس د اون ډيریلاین په حواله وايي چې د دې پلان په عملي کېدو سره به په افغانستان کې د جرمني سرتېرو شمېر ۱۳۰۰ ته لوړ شي.
جرمني دا مهال په افغانستان کې ۹۶۳ سرتېرې لري.
د ناټو غړو هېوادونو تېر میلادي کال پرېکړه وکړه چې په افغانستان کې د خپل روزونکي مأموریت د سرتېرو شمېر له ۱۳ زرو نه ۱۶ زرو ته لوړ کړي.