ارزګان کې ښاري ګارنېزیون د ناقانونه کړنو په وړاندې اقدام پیل کړی

د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې ناامنۍ، غلاوې، سړي تښتونې او وژنې زیاتې شوي چې ولایتي ادارې د ښار د امنیت خوندیتوب ته د ګډو افغان ځواکونو یو ګارنېزیون جوړ کړی او نن دوشنبه‌یې په کار پیل وکړ.

په دغه ولایت کې د لومړۍ امنیتي حوزې امر نظر محمد پوپل ازادي راډيو ته وویل چې بې‌توپيره، له زورواکو او عامو وګړو سره د سرغړونې په صورت کې قانوني چلند کوي، د ټولو موټرو تورې ښيښې سپینوي او غیر مسؤله وسله‌وال نور نه‌زغمي.

د یادونې وړ ده چې ترینکوټ ښار د نورو ورځو په توپیر نن دوشنبه پوځي بڼه خپله کړې وه او د موټرو تورې ښیښې د امنیتي ځواکونو له‌خوا یا سپینېدې او یا هم ماتېدې.

امنیتي مسؤلین وايي، د ښاري امنیت دا ګارنېزیون د خپل‌سریو، غلاوو، تښتونو او بې‌ځایه وژنو د مخنیوي لپاره له ټولو امنیتي ارګانونو ګډ جوړ شوی چې د هېچ چا مراعت به ونه‌کړي.

نیوکې دا دي چې قانون ماتوونکي خپله دولتي کسان او سیمه‌ییز زورواکان دي چې تل‌یې دولت په وړاندې پڅ دریځ غوره کوي چې دې چارې په حکومت د خلکو باور کم کړی دی.