د جنوبي کوریا یوه لوړ رتبه پلاوي نن دوشنبه په پیونګ یانګ کې د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره ولیدل.
دا خبره د جنوبي کوریا حکومت تأيید کړې ده.
دا د شمالي کوریا له مشر سره د جنوبي کوریا د حکومتي پلاوي لومړنۍ کتنه ده.
ټاکل شوې ده چې د جنوبي کوریا پلاوی تر دې وروسته متحده ایالاتو ته سفر وکړي.
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره میاشت ویلي وو چې له شمالي کوریا سره خبرې اترې یوازې د سمو شرطونو پر اساس ممکن دي.
جنوبي کوریا ویلي چې پیونګ یانګ ته د دې پلاوي د سفر هدف د دواړو کوریاګانو ترمنځ د اړیکو نورماله کول او د واشنګټن او پیونګ یانګ ترمنځ خبرو ته زمینه برابرول دي.