د ارګ او د بلخ د پخواني والي ترمنځ په خبرو اترو کې پرمختګ شوی

راپورونه وايي چې د ارګ او د بلخ د پخواني والي ترمنځ په خبرو اترو کې پرمختګ شوی دی او دواړه لوري حل لارې ته نږدې شوي دي.

د بلخ د ولایتي شورا رئیس افضل حدید نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د ملي امنیت د رئیس معصوم ستانکزي په مشرۍ حکومتي پلاوي تېره شپه تر ناوخته له عطا محمد نور سره مذاکرات وکړل او د ښاغلي حدید په خبره هیله‌مند دی چې شخړه پای ته ورسېږي.

له معصوم ستانکزي سره د ولسمشر د دفتر رئیس عبد السلام رحیمي هم ملګری دی او راپورونه وايي چې دوی له تېرو دوو ورځو راهیسې په مزار شریف کې دي.