بشارالاسد: غوطه کې به خپلو عملیاتو ته ادامه ورکړو

د سوريې ولسمشر بشارالاسد ويلي، د ده ځواکونه به د ختيځې غوطې په هغو سيمو کې خپلو عملياتو ته ادامه ورکړي چې د ياغيانو په کنټرول کې دي.

ده ويلي چې د دغو عملياتو د ختمېدو لپاره له نړيوالو غوښتنو سره سره به دا لړۍ پر مخ بیول کېږي.

اسد دا خبره په هغه وينا کې وکړه چې پرون له دولتي ټلوېزيون څخه خپره شوه.

داسې ښکاري چې د سوريې پوځ، د پلازمېنې دمشق په ختيځ کې د دې محاصره شوې سيمې د نيولو لپاره له څو استقامتونو په خپلو عملياتو کې پرمختګ کړى دى.

د فعالانو په حواله، وروسته له هغې چې د سوريې دولتي ځواکونو او متحدانو يې د فبرورۍ پر ١٨مه د دمشق په مربوطاتو کې خپل عمليات شديد کړل، په ختيځه غوطه کې د وروستيو ناکراريو په نتيجه کې تر ٦٠٠ ډېر کسان وژل شوي دي.

نه د مسکو په وړانديز په سيمه کې بشري لنډمهاله اوربند نه هم په ټوله سوريه کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په پېشنهاد ٣٠ ورځنى اوربند وتوانېد په دې جګړه ځپلې سيمه کې د بشري ناورين د مخنيوي سبب شي چې شااوخوا ٣ لکه او ٩٣ زره کسان په‌کې راګېر پاتې دي.