د فرانسې د بهرنيو چارو وزير ژان ايو-لودريان نن دوشنبه تهران ته ورسېد.
دا په داسې حال کې ده چې د ٢٠١٥ میلادي کال د اټمي موافقې د راتلونکي او د سوريې په اووه کلنه کورنۍ جګړه کې د ايران د رول له کبله په نړيواله سطحه اندېښنې زياتې شوې دي.
په اصل کې په پام کې وه، د فرانسې د بهرنيو چارو وزير په جنورۍ مياشت کې ايران ته سفر وکړي، خو دا سفر وروسته له هغې وځنډېد چې د ايران په ګڼو ښارونو کې د محصلانو په رهبرۍ اعتراضونه پيل شول.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند وويل، د دې دوه ورځني سفر پر مهال به لودريان له ولسمشر حسن روحاني او د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف سره پر دوه اړخيزو، سيمهييزو او نړيوالو مسايلو خبرې وکړي.
په دې کتنه کې به د تهران او د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ د ٢٠١٥ میلادي کال د اټمي موافقې پر عملي کېدو هم بحث وشي.
د دې تړون له مخې تهران خپل اټمي فعاليتونه تر ډېره حده کم کړل، په بدل کې له ايرانه ځيني بنديزونه لیرې کړاى شول.
د دې اټمي تړون د راتلونکي په اړه وروسته له هغې شکونه پيدا شول چې د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېر ميلادي کال وويل، که دغه تړون اصلاح نهشي، امريکا به په مې مياشت کې ورڅخه ووځي.