د امريکا متحده ايالاتو د سوريې د ياغيانو تر ولکې لاندې سيمې ختيځه غوطه کې د ملکيانو په وژنه کې د مسکو د «وحشيانه» رول له کبله پر روسيې انتقاد کړى دى.
امريکا تور لګولى چې د روسيې الوتکې د ملګرو ملتونو د اوربند پر خلاف بمي حملې کوي.
سپينې ماڼۍ د ولسمشر بشارالاسد له حکومته د روسيې د ملاتړ له کبله د مسکو په اړه دا تُندې څرګندونې پرون وکړې.
سپينې ماڼۍ په يوه اعلاميه کې ويلي:
"د امريکا متحده ايالات هغه روان پوځي عمليات غندي چې روسيه او ايرانيې ملاتړ کوي او دغه عمليات د ختيځې غوطې د خلکو پر ضد شوي دي."
اعلاميه وايي، د روسيې د پوځ الوتکې په سوريه کې له حُميميم پوځي اډې څخه دمشق ته نږدې او په ختيځه غوطه کې د فبرورۍ مياشتې له ٢٤مې تر ٢٨مې پورې هره ورځ د بمبارۍ لږ تر لږه ٢٠ مأموريتونه پر مخ بېولي دي.
د سپينې ماڼۍ اعلاميه زياتوي، روسيې د ترورېزم ضد عملياتو تر درواغجنې څارنې لاندې د ملکيانو د وژنې لپاره د ملګرو ملتونو د اوربند شرطونه له پامه غورځولي دي.
تر دې مخکې د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ او د بريتانيا صدراعظمې ترېزا مې په ټیليفوني مکالمه کې موافقه وکړه چې د سوريې حکومت او روسي ملاتړي يې په غوطه د زړه بوږنوونکي بشري ناورين مسؤل وبلل شي.