په هلمند ولايت کې امنيتي چارواکي وايي، د پوځي عملياتو په نتيجه کې د دولت ۴ مخالف وسلهوال وژل شوي دي.
د ٢١٥ ميوند قول اردو په حواله دغه پوځي عمليات د نادعلي ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوي چې په نتيجه کې يې ١ تن وسلهوال ټپي شوى دى.
دغې قول اردو په خپله نننۍ اعلاميه کې ويلي، د دوى مسلکي پوځيانو د ګرشک او نادعلي ولسواليو پر لارو ٢٥ کړۍ ډول ډول ماينونه هم کشف او منفجر کړي دي.
د دولت کومې مخالفې ډلې یې په اړه تبصره نهده کړې.