د تخار امنيتي مسؤلان وايي، د دغه ولايت په ناامنو ولسواليو کې په کافي اندازه امنيتي ځواکونه شته او ډېر ژر به د وسلهوالو مخالفینو پر ضد تازه عمليات پيل کړي.
د دغه ولايت سرپرست امنيه قوماندان سمونوال نظامالدين غوري نن دوشنبه ازادي راډيو ته وويل، د دولت وسلهوال مخالفین د افغان قواوو پر ضد د کوم اقدام توان نهلري.
نوموړی وايي:
"دښمن په هېڅ وجه نهشي کولاى په خپلو زهرجنو تبليغاتو سره په خلکو کې تشويش خپور کړي. همدا اوس هم په سيمه کې دولتي ځواکونه دېره دي او د پوځي عملياتو بل پړاو ته ځانونه چمتو کوي، په نږدې راتلونکي کې به دښمن د دوى له سمڅو وباسو او مجازات کړو."
تر دې مخکې په تخار کې د ولسي پاڅونوالو يوه مشر ملک احمد تاتار شکايت کړى و چې په درقد، ينګي قلعه او خواجه بهاوالدين ولسواليو کې د دولت د نهپاملرنې له کبله ناامني زياته شوې ده.
ده غوښتنه کړې وه چې افغان حکومت دې د ده وسلهوال تمويل او تجهيز کړي، څو وکړاى شي دغه سيمې د دولت له وسلهوالو مخالفینو تصفيه کړي.