- ډیپلومات
ډیپلومات انلاین خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې په یوه تحلیلي مطلب کې په افغانستان کې د ملکي وګړو د تلفاتو په اړه د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر یوناما وروستي راپور ته کتنه کړې.
د یوناما راپور وايي چې له ۲۰۰۹ میلادي کال راهیسې د افغانستان په جګړه کې ۲۸ زره ملکي وګړي مړه او له ۵۰ زرو زیات نور ټپیان شوي دي.
یوناما په خپل راپور کې د ۲۰۰۱ او ۲۰۰۸ میلادي کلونو ترمنځ ملکي تلفات نهدي یاد کړي.
ملګرو ملتونو ویلي دي چې په ۱۰۰ کې ۶۵ ملکي افغانان د وسلهوالو مخالفینو په حملو، په ۱۰۰ کې ۲۵ د دولتي او حکومت پلویو ځواکونو او په ۱۰۰ کې دوه د نړیوالو ځواکونو په حملو کې مړه او ټپیان شوي دي.
د ډیپلوماټ په وینا د ملکي تلفاتو اصلي علت په افغانستان کې د جګړې د ښکېلو اړخونو زیاتوالی دی.
افغان حکومت وايي چې اوسمهال شااوخوا ۲۰ وسلهوالې ډلې او پر هغو سربېره د مخدره موادو قاچاقبران د افغانستان په جګړه کې ښکېل دي.
ډیپلومات د دې کړکېچ د حللپاره د جګړې ټولو اړخونو ته جلا وړاندیزونه لري.
خپرونه لیکي:
د افغانستان دفاعي-امنیتي ځواکونه باید د جګړې قوانین مراعات کړي او د ملکي وګړو د مصونیت لپاره جدي تدابیر ونیسي.
ډیپلوماټ خپرونه لیکي، د امریکا پوځ چې په افغانستان کې ډېری هوايي حملې کوي، نهیوازې د ملکي وګړو د ساتنې مکلفیت لري، بلکې په عملي دلایلو باید د ملکي وګړو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.
ډیپلومات پر نړیوالې ټولنې او مرستندویو مؤسسو هم غږ کوي چې د بېوسه ملکي وګړو غږ تر نړیوالو پورې ورسوي او خپل مکلفیت ترسره کړي.
ډیپلومات په پای کې له وسلهوالو طالبانو څخه هم غواړي چې که په رښتیا د سولې په مسئله کې جدي وي، نو پر ملکي وګړو حملې دې سمدستي بندې کړي.
- «ښځې په نړۍ کې» خپرونه
بریتانوۍ مرستندویه ټولنې ښځې په نړۍ کې په خپله خپرونه کې د افغان پوځ د افسرې دوهم بریدمل سُمیې حیدري په اړه د «بي. بي. سي» د یوه مستند فلم پر بنسټ یو مطلب خپور کړی.
خپرونه لیکي:
سُمیه لومړنۍ افغانه ده چې په خپل هېواد کې دننه او بهر ټول محدودیتونهیې مات کړل او دا دی د بریتانیا په معتبره پوځي اکاډمۍ سندهرست «Sandhurst» کې د پوځي زدهکړو بلنه ورکړل شوه.
سُمیه په دې مستند فلم کې په دې اړه خبرې کوي چې د نړۍ په یوه معتبر پوځي پوهنتون کې درس ویل، د دې او یوې افغانې ښځې لپاره څه معنی لري او له کومو ستونزو سره مخامخ کېږي.
«ښځې په نړۍ کې» خپرونه د نوموړې له قوله زیاتوي چې د افغانستان په دودیزه ټولنه کې دا د شرم خبره ده چې ښځه په بهر کې کار وکړي یا له کوره ووځي، خو سُمیه وايي زه غواړم خلکو ته وښیم چې په دې کار کې هېڅ شرم نهشته.
د افغانستان د ښځو له پوځي اکاډمۍ څخه تر اوسه ۱۰۰ مېرمنې فارغې شوي او ښځې په نړۍ کې ټولنه په خپله خپرونه کې لیکي، د هغو مېرمنو شمېر په زیاتېدو دی چې غواړي په دې پوهنتون کې شاملې شي.