پاکستان کې به پر ۸ لکو افغان کډوالو کارتونه ووېشل شي

د روانې مارچ میاشتې تر پایه به په پاکستان کې شااوخوا اته لکه افغانانو ته د کډوالۍ کارتونه ووېشل شي.

دا خبره په خېبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د اتشې مشر عبدالحمید جلیلي پرون یکشنبه ازادي راډیو ته وکړه.

ښاغلي جلیلي وویل، د فبرورۍ په میاشت کې یې دغو اتو لکو ناثبت شویو افغان کډوالو د راجسټر پروسه بشپړه شوې ده او اوس‌یې د کارتونو د وېش پروسه دوام لري.

د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې په دغو اتو لکو افغانانو سربېره یو نیم میلیون نور قانوني کډوال هم اوسي چې د بېرته راتګ پروسه‌یې د مارچ له لومړۍ پیل شوې ده.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د راجسټر پروسه په داسې حال کې بشپړه او کارتونه پرې وېشل کېږي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د چهارشنبې په ورځ د کابل پروسې په کنفرانس کې د افغان کډوالو په راتګ ټینګار وکړ او ویې‌ویل چې په دې برخه کې هر اړخیزې هڅې روانې دي.