د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین وايي، هغه روسان چې د امریکا متحده ایالاتیې په خپلو ولسمشریزو ټاکنو کې په لاسوهنو تورنوي د روسیې حکومت لپاره کار نهدی کړی او مسکو یې هم هېڅکله نهباسي.
له «اېن. بي. سي» ټلوېزیون نه د پوتین دا خبرې په داسې حال کې خپرې شوې چې د امریکا عدلیې وزارت تېره میاشت ۱۳ روسي تبعه او څو شرکتونه د امریکا د ۲۰۱۶ میلادي کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د لاسوهنې په خاطر رسماً تورن کړل.
د امریکا متحده ایالاتو خاص مفتش رابرټ مولر او د امریکا د کانګرس درې کمېټې اوس وخت د امریکا په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنو او له روسیې سره د ټرمپ د سلاکارانو د اړیکو په اړه څېړنې کوي.
پوتین له «اېن. بي. سي» سره په مرکه کې وویل، تر هغو چې د روسیې حکومت ته کره او معتبره شواهد ورنهکړل شي مسکو په دې اړه د ویلو لپاره څه نهلري.