ایران ته د فرانسې د بهرنیو چارو د وزارت ګواښ!

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان یوسلي ژریان وايي، ایران یا باید د خپلو میزایلو د پروګرام په اړه د نړیوالو اندېښنې وڅېړې او یا به له نورو بندیزونو سره مخ شي.

نوموړي دا څرګندونې نن یکشنبه تهران ته تر خپل سفر یوه ورځ مخکې وکړې.

خو ایران بیا ټینګار کوي چې د میزایلو پروګرام يې له ځان څخه د دفاع په هدف دی او په دې اړه خبرې نه کوي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر تېره میاشت ویلي وو، که ایران غواړي د خبرو اترو لړۍ ته بیا داخل شي، نو ددې هېواد د میزایلو پروګرام او په سیمه ییزو شخړو کې د تهران د رول په اړه باید خبرې وشي.

بل لور ته د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن وویل چې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر به له تهران څخه د خپلې دوه ورځنۍ کتنې په لړ کې، له ولسمشر حسن روحاني او د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره د دوه اړخیزو اړیکو، سیمه يیزو او نړیوالو مسئلو او د ۲۰۱۵ کال د اټمي موافقې د تطبیق په اړه خبرې وکړي.