په خوست کې د پوځي عملیاتو پر مهال د یوې کورنۍ ۴ کسان وژل شوي

د خوست ولایت امنیتي چارواکي وايي چې نن د یکشنبې په ورځ سهار وختي د یاد ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د ځني خېلو د زیړۍ په کلي کې د ولایتي قواو له خوا عملیات شوي چې د یوې کورنۍ درې کسان په کې وژل شوي دي.

د خوست د امنیې قوماندانی سرپرست سمونمل عبدالحنان د ازادي راډيو مشال څانګې ته د پېښې د تأیید تر څنګ وویل چې د خوست د مرستیال والي په مشری سیمې ته پلاوی تللی او د پلټنو او معلوماتو وروسته به رسنیو سره جریان شریک کړي.

ده وویل، د ځنې خېلو قوم خلک په لاریون راوتلي، خو ورغلي پلاوي او لاریون کوونکو تر منځ خبرې اترې روانې دي.

سیمه وال وايي، په دې پېښه کې یوه ماشومه ټپي شوې وه چې هغې هم د ژورو ټپونو له کبله ساه ورکړه او په دې سره د مړو شمېر څلور تنه شو.

د یادې سیمې یو تن اوسېدونکي ډاکټر عبدالحکیم ځدراڼ وايي چې وژل شوي کسان ملکي وګړي وو او مخالفو وسله والو سره يې کومې اړیکې نه درلودې.

همدارنګه کومې وسله والې ډلې هم دوی سره د وژل شویو کسانو د تړاو به باب رسنیو ته څه نه دي ویلي.