چارواکي: د خاص ارزګان ولسوالي وسله الو طالبانو محاصره کړې

د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکې خبر ورکوي چې د دغه ولایت خاص ارزګان ولسوالۍ وسله الو طالبانو له تېري یوې میاشتي راهیسې کلکه محاصره کړې او هڅه کوي چې یادې ولسوالۍ ته سقوط ورکړي.

د دغه ولایت د والي ویاند دوست محمد نایاب د یکشنې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په یاده ولسوالۍ کې اوس هم د افغان پوځ او وسله والو طالبانو ترمنځ درنه جګړه روان ده چې لسګونه وسله والو طالبانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړی وايي چې د یادې جګړې پرمهال یو پولیس هم ټپي شوی دی.

بل خوا بیا ددغه ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر عبدالقوي عمري وايي چې یادې ولسوالۍ ته يې تازه دمي سرتېري استولي او هڅه کوي چې وسله وال طالبان له ولسوالۍ په شا وتمبوي.

نوموړی وايي، افغان پوځيانو سره هوايي ځواک هم ملتیا کوي چې تر دامهال يې د وسله والو طالبانو ګڼ شمېر مرکزونه له منځه وړي او وسله وال طالبان يې سخت ځپلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ددغه ولایت والي په یوه خبري غونډه کې وویل چې د ارزکان امنیتي مسؤلین بې کفایته دي او یوازې د چور او چپاو لپاره سره یوځای شوي دي.