د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ له حکومته غواړي چې د هېواد له ګمرکونو او په تېره د حیرتان له ګمرکه دې د زورواکو لاسونه لنډ کړي.
د افغانستان د شفافیت د څاربنسټ وايي، د هېواد د ګمرکونو دعوایدو په راټولو کې د دولت د څار نشتوالي د ګمرکونو غیرقانوني عوایدو راټولو ته لاره هواره کړې.
د دغه بنسټ رئیس اکرام افضلي د یکشنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د کب ۱۳ مه» ازادي راډیو ته وویل، په دې کې هېڅ شک نشته چې د ګمرکونو د عوایدو په غیرقانوني راټولو کې دې فساد او ناوړه ګټه اخیستنه نه وي شوي.
د ده په خبره، په دې کې زورواکي هم شامل دي.
نوموړی زیاتوي:
"په دې کې شک نه شته چې سیمه ایز زورواکي دې په دغو ناوړو ګټو اخیستنو کې لاس ونه لري، دغه ناوړې ګټې اخیستنې په جدي توګه موجودې دي، د ګمرکونو د عوایدو د ټولولو په برخه کې باید، د زورواکو د لاسوهنو مخه ونیول شي، دغې ستونزې افغانستان له یوه مات حالت سره مخ کړی دی."
په دې وروستیو کې ایکونومیسټ مجلې په یوه راپور کې ادعا کړې چې د بلخ پخواني والي د حیرتانو له ګمرکه په کلني ډول ۹۰ میلیونه ډالره عواید ترلاسه کړي دي.
خو په راپور کې د شوې ادعا په اړه، د اسنادو د موجودیت خبره نه ده شوې .
وموغوښتل په دې اړه د عطامحمد نور د ویاند نظر هم ولرو، خو بریالي نه شو او د افغانستان د مالېې وزارت هم د موضوع په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
په ورته وخت کې د بلخ پخواني والي چې خپله استعفا یې منتفي بللې او لا هم خپلې دندې ته دوام ورکوي، په خپله توېټرپاڼه دغه ادعا رد کړې ده.
د ولسي جرګې یو غړی رمضان بشردوست هم وايي، د هېواد د ګمرکونو عواید ټول حکومت ته نه رسېږي او ډېری زورواکي او پخواني چارواکي دغو عوایدو ته لاس وروړي چې حکومت یې په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.
دی وایي:
"دوی دغه عواید په خپلو منځونو کې وېشي او یوه لږه فیصدي یې دولت ته ورکوي، زموږ ګمرکونه د داسې کسانو په لاس کې دي چې قانون ته هېڅ درناوی نه لري، ایکونومیسټ چې یوه مشهوره مجله ده، په ځای ده چې به دې اړه اسناد وړاندې کړي چې د بلخ والي له کومه راهیسې د حیرتانو د بندر د عوایدو په خپلولو کې لاس لري، زه هیله مند یم چې د دغو غلو لاس وهنې به پای ته ورسېږی."
ښاغلی بشردوست وايي، که د افغانستان عواید جدي وڅارل شي، څه باندې دوه میلیارده ډالره به ترې ترلاسه شي او که چېرې د ګمرکونو د عوایدو په راټولو کې د زورواکو لاسوهنې ادامه ولري، افغانستان به د جبران نه منونکو زیانونو شاهد وي.
راپور: خان محمد سیند