د جنوبي کوریا ولسمشر به د خپل ملې امنیت د سلاکار په مشرۍ یو پلاوی په روانه اوونۍ کی، شمالي کوریا ته واستوي.
دا پلاوی به د دواړو کوریاګانو ترمنځ د شخړې د کمولو او د پیونګ یونګ او واشنګټن ترمنځ د خبرو د پیلولو په اړه مذاکرات وکړي.
ټاکل شوې ده چې د جنوبي کوریا ۱۰ کسیزه پلاوی سباته پیونګ یونګ ته لاړ شي او د شمالي کوریا له لوړ رتبه چارواکو سره دوه ورځنۍ خبرې پیل کړي.
په دې خبرو کې به د کوریا په ټاپو وزمه کې د سولې د راوستلو، د دواړو کوریاګانو ترمنځ د اړیکو د ښه کولو او د واشنګټن او پیونګ یونګ ترمنځ د خبرو لپاره، د فضا د برابرولو په اړه بحثونه او مشورې کېږي.
شمالي کوریا ته تر سفر وروسته به، د جنوبي کوریا پلاوی متحده ایالاتو ته لاړ شي.
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره میاشت وویل چې له شمالي کوریا سره خبرې یوازې د ښو شرطونو پر اساس ممکن دي.