د جرمنې چپ لاسي سوسیال ډموکرات ګوند نن یکشنبه اعلان وکړ چې د صدراعظمې انګيلا مېرکل د مسیحي ډموکرات محافظه کار ګوند تر مشرۍ لاندې، یو پراخ بنسټه ائتلافي حکومت کې شاملېږې.
چپ لاسي سوسیال ګوند دا اعلان د خپلمنځي انتخاباتو وروسته په برلین کې له خپل مرکزي دفتره وکړ.
په دې اعلان سره د جرمني د پنځو میاشتو راهیسې روان سیاسي بحران پای ته رسېدلی دی.
د چپ لاسي سوسیال ډموکرات ګوند ۶۶ په سلو کې غړو له مېرمن مېرکل سره ګډ حکومت ته رأیه ورکړه.
تمه کېږي چې د جرمني پارلمان راتلونکې اوونۍ انګيلا مېرکل د بلې دورې لپاره هم په رسمي توګه د صدراعظمې په توګه وټاکي.