سیما سمر د نجونو د بکارت د ازموینو د بندېدو غوښتنه وکړه

د افغانستان د بشرې حقونو د خپلواک کمېسيون مشرې د نجونو د بکارت د ازموینو د بندېدو غوښتنه وکړه.

سیما سمر نن یکشنبه په کابل کې قربانیانو ته د عدالت په نامه ملي کنفرانس کې وویل، دا زموینه له ملې او نړیوالو کنوانسیونونو خلاف عمل دی.

نوموړې زیاته کړه:

"د بکارت د معلومولو معاینه علمې اساس نه لري، دا یو تحقیر کوونکی او اجباري عمل دی، د افغانستان او د بشر د حقونو د کنوانسیونونو له مخې دې کار ته اجازه نشته."

سیما سمر وویل، د ۲۰۱۷ میلادي کال له مارچ میاشتې راهیسې په افغانستان کې تر اوسه د بکارت د معلومولو ۴۰ قضيې ثبت شوې دي.

د بشرې حقونو د کمېسيون مشرې وویل، دا ازموینه د پولیسو، محلې ارګانونو، عدلې ارګانونو او قومي مشرانو له خوا ترسره کېږي.