دایکنډي: ټرافیکي پېښه کې یو مېرمن وژل شوې

د دایکنډي ولایت سیمه‎ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په خدیر ولسوالۍ کې ټرافیکې پېښې یوه مېرمن وژلې او درې تنه نارینه نور ټپیان کړي.

د دایکنډي د والي ویاند علي اکبر ناطقي نن یکشنبه ازادي راډيو وویل چې پېښه تېره ورځ ناوخته د دغې ولسوالۍ په سرزنګ اب سیمه کې د یوه فلاینکوچ موټر د چپه کېدو له امله رامنځ ته شوې.

نوموړی وايي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې یاد موټرد خدیر ولسوالۍ له ښاره د السو کلي په لور روان وو.

د ناطقي په وینا د ټپیانو حالت د ډاډ وړ دی.

د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي یاد شوی.