کندزیان: په کندز کې ترسره شويو عملیاتو هېڅ مثبته پایله نه لرله

یو شمېر کندزیان وايي چې د کندز په کچه د ژمي په موسم کې د افغان ګډو ځواکونو له خوا ترسره شويو عملیاتو هېڅ مثبته پایله نه لرله، ځکه لاهم ددې ولایت ډېرې سیمې د وسله والو مخالفينو تر واک لاندې دي.

د دوی په وینا چې په دغو عملیاتو کې یوازې ملکي وګړو ته زیان رسېدلی، ځکه کورونه یې وران شوي او له خپلو مېنو ګډه شوي دي.

ددې ولایت د اوسېدونکو په خبره، هغه سیمې چې دولت یې وسله والو مخالفينو بېرته نیسي، نو باید په نیول شویو سیمو کې امنیتي پوستې جوړې کړي، ترڅو په سیمه کې تل پاتې امنیت رامنځته شي او خلک هم په خپلو سیمو کې په ارامه فضا کې ژوند وکړي.

خو په شمال ختیځ زون کې د پولیسو د ۸۰۸ سپین زر زون قوماندان جنرال عبدالخلیل ضیايي وايي چې افغان ګډو ځواکونو په دې وروستیو کې ددې ولایت په امام صاحب او چهار درې ولسواليو کې د تصفیوي عملیاتو پرمهال، د وسله والو مخالفينو زیات شمېر مرکزونه ویجاړ کړي او ګڼ شمېر وسله والو مخالفينو ته یې هم په کې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

ښاغلي ضیايي زیاته کړه، نور وسله وال مخالفين دا توانايي نه لري چې په دې ولایت کې د دولتي ځواکونو پر وړاندې سر پورته کړي.

د کندز سیمه یيز چارواکي، ددې ولایت اوسېدونکو ته ډاډ ورکړی چې ډېر ژر به ددغه ولایت ټولي سیمې د دولت ضد عناصرو له شتونه پاکې شي.