په غزني کې سلګونه کسانو د کابل - کندهار لار بنده کړه

سلګونو کسانو پرون شنبې د کابل - کندهار لار په غزني کې د ملکي وګړو د وژل کېدو په اعتراض کې بنده کړه.

اعتراض کوونکو ویل چې د جمعې په شپه وسله والو کسانو چې د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو یونیفورم یې اغوستی و، د قره باغ ولسوالۍ په شېراباد کلي کې د دوی پر کورونو یرغل وکړ؛ دوه ملکیان یې ووژل، دوه ښځې یې ټپیانې کړې او دوه تنه نور یې له ځان سره یرغمل کړل.

اعتراض کوونکو پر حکومت غږ وکړ چې حمله کوونکي د عدالت منګولو ته وسپاري او ګنې د قوم په سطحه به په خپله پرېکړه وکړي.

د غزني چارواکو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.