په سلواکیا کې د یوه خبریال د قتل په تور نیول شوي، مشکوک کسان خوشې شول.
یان کوچیاک او د هغه ملګرې، مارتینا کوشنیرووا تېره اوونۍ ووژل او مړي يې د تېرې یکشنبې په ورځ، د سلواکیا د پلازمېنې، براتیسلاوا په ختيځ کې وموندل شول.
د سلواکیا پولیسو ویاند پرون شنبه وویل چې هغه اووه تنه مشکوک ایټالویان چې د مارچ په لومړۍ نېټه د خبریال، یان کوچیاک د قتل په تړاو نیول شوي وو، خوشې شول.
یان کوچیاک په سلواکیا کې د تحقیقاتي رپوټونو د جوړولو له امله ډېر پېژندل شوی و.
په سلواکیا کې د جمعې په ورځ زرګونه کسانو د یان کوچیاک د درناوي لپاره لاریون وکړ چې د هغه عکسونه او "مافیا زما له هېواده ووځه" شعارونه ولېږدول.