چارواکي: غزني کې د يوې کورنۍ ۳ غړي وژل شوي

د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې تېره شپه ناپېژاندو وسله والو د يوې کورنۍ ۳ غړي چې يوه ښځه او ۲ نارینه دي، وژلي او یوه ښځه یې ټپي کړې ده.

د والي ویاند محمد عارف نوري نن شنبه ازادي راډيو ته وویل چې ناپېژاندو وسله والو دغه کسان تېره شپه د دغه ولایت د قره باغ ولسوالۍ په شېراباد سیمه کې، د ظاهرخان په نوم د یوه کس په کور کې وژلي او ټپيان کړي دي.

نوموړی وايي، ناپېژاندو وسله والو د یادې کورنۍ ۲ غړي نور هم ژوندي له ځان سره وړي دي.

ښاغلی نوري وايي، لا تر اوسه نه ده معلومه چې دغه کار چا کړی، خو په خبره یې چې له دې وړاندې د دغه کلي خلکو چې پښتانه دي، له هزاره قوم سره د اوبو پرسر لانجې لرلې.

د ولایتي شوراغړي امان الله کامراني بیا وايي، دغه کسان د هزاره او پښتون قوم ترمنځ د اوبو پرسر په نښته کې وژل شوي دي.

نوموړی وايي چې په دغه نښته کې د پښتونو د درې کسان هزاره ګانو وژلي او یو ټپي کړی او ۲ يې نور له ځانه سره بیولي دي.

ښاغلی کامراني وايي، نښته لا اوس هم روان ده او پښتانه د خپل غچ اخیستلو لپاره ورته په مرچلو کې ناست دي.