په خوست کې د نیالګیو د کېنولو درې ورځنی کمپاین پیل شو.
د "زرغون خوست" مېلې هدف د خوست ښار زرغونو ته د خلکو پام اړول دی.
د خوست ښاروال، انجنیر محمد بصیر محمدزي پرون جمعه ازادي راډیوته وویل:
"هیله لرو چې ځوانان، مدني فعالان او مشران په خوست کې د نیالګیو د کرلو په کلني کمپاین کې برخه واخلي، ان شاالله، د زرغون خوست مېله به چې له دوو کلونو راهیسې دود شوې، په خوست کې په فرهنګ بدله شي."
د خوست ښاروالۍ ویلي چې د نیالیګو د ساتنې او پالنې منظم پروګرام لري چې د نویو نیالګیو د وچېدو او ماتېدو مخنیوی وکړي.