په مزارشریف کې چاودنو درې تنه ټپیان کړي

د بلخ ولایت امنیتي چارواکي وايي چې تېره شپه په مزارشریف ښار کې د دوو چسپکې ماینونو چاودنې درې تنه ټپیان کړل.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر عبدالرزاق قادري آزادي راډیو ته وویل چې دا چاودنې د ښار په نور چوک کې شوي دي.

په همدې حال کې د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې هم پرون مازدیګر د پولیسو په یوه رینجر موټر کې د چسپکې ماین د چاودنې په پېښه کې د یوه پولیس په ګډون درې تنه ټپیان شول.

په بلخ او بغلان کې د پرونیو چاودنو مسؤلیت تراوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.