پوتین: روسیې د سوریې په عملیاتو کې خپله پوځي وړتیا څرګنده کړه

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين وايي، هېواد يې په اټمي وسلو سمبال کروز توغندي او تر اوبو لاندې کارېدونکي بې‌پيلوټه اټمي وسلې جوړې کړي او په برياليتوب سره‌یې تجربه کړې دي.

پوتين نن په مسکو کې د خپل هېواد لوړپوړو چارواکو او د پارلمان وکيلانو ته وينا وکړه.

ده وويل روسیې د سوريې په عملیاتو کې زیاته نظامي وړتيا څرګنده کړه.

پوتين همداراز وويل روسیې په تېرو ۱۷ کلونو کې تر ۳۰۰ نوي نظامي سيستمونه کارولي دي.

ولاديمير پوتين ويلي چې روسیه بايد د خپلو وګړو د ژوند د معيار پر لوړولو تمرکز وکړي.

په خپله وينا کې پوتين وويل چې روسيه بايد په راتلونکي کې د پرمختګ لپاره د ټکنالوژۍ په برخه کې بنسټيز کارونه وکړي.

ده خبرداری ورکړ چې که روسيه اقتصادي پرمختګ ونه‌کړي، خپلواکي به‌یې له خطر سره مخامخ شي.

پوتین همداراز وویل چې د بې‌وزلۍ د له‌منځه وړلو لپاره بايد نور کار وشي.

ده دا خبره هغو ۲۰ میلیونو روسي وګړو ته په اشاره وکړه چې د بې‌وزلۍ تر رسمي کچې د ټيټې درجې ژوند کوي.

د پوتين دا وينا په داسي حال کې ده چې د مارچ مياشتې په ۱۸مه نېټه په روسيه کې ولسمشريزې ټاکنې کېږي او ويل کېږي پوتین به يو ځل بیا دا انتخابات وګټي.