په اوکراین کې د اداري فساد په وړاندې محکمه جوړېږي

د اوکراین پارلمان هغه لايحه تصويب کړه چې له مخې به‌یې د اداري فساد پر وړاندې يوه محکمه جوړه شي.

د داسې يوې محکمې غوښتنه اعتراض کوونکو ډلو او د اوکراین بهرنيو متحدانو کوله.

د اروپايي ټولنې او د پيسو نړيوال صندوق په اوکراین کې د اداري فساد پر وړاندې د اصلاحاتو غوښتنه کړې.

د اداري فساد پر وړاندې د شفافیت نړيوالې ادارې له‌خوا اوکراین تېر کال په اداري فساد د ککړو هېوادونو په لېست کې له ۱۸۰ هېوادونو څخه ۱۳۰م بلل شوی وو.

د اروپايي متحدانو او په کيف کې د پارلمان مخې ته د راټولو شويو اعتراض کوونکو تر فشار لاندې ولسمشر پټرو پورشنکو تېر کال په اکټوبر مياشت کې ژمنه وکړه چې په راتلونکي کې به د داسې يوه قانون پر تصويب ټينګار وکړي.

ده ويلي چې له مخکې يې لا په کلنۍ بودجه کې د اداري فساد پر وړاندې محکمې لپاره بودجه ځانګړې کړې ده.