چارواکي: ډېر ژر به په سرپل ولایت کې پراخ پوځي عملیات پیل شي

په سرپل ولایت کې امنیتي چارواکي وايي، پلان لري په نېږدې راتلونکي کې د دغه ولایت په ټولو سیمو کې د وسله والو مخالفینو د ځپلو په هدف عملیات پیل کړي.

په سیمه کې د ۷۰۷ قول اردو قوماندان بابه جان ازادي راډیو ته ویلي چې په فاریاب ولایت کې تصفیوي عملیات پای ته رسېدونکي دي او ورپسې به په سرپل ولایت کې هم ورته عملیات پیل شي.

د راپورونو له مخې سرپل په وروستیو شا او خوا دوو کلونو کې په یوې نا امنه سیمې بدل شوی او وسله وال مخالفین د دغه ولایت په کوهستانات ولسوالۍ کې ځآی پرځای دي او له همدغه ځایه پر افغان ځواکونو، دولتي تاسیساتو او لارو او سړکونو د بریدونو پلانونه جوړوي.