په هرات کې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه پرانیستل شوه

په هرات ولایت کې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه پرانیستل شوه.

د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر سعد خطیبي نن پنجشنبه ازادي راډيو ته وویل چې په دغه ولایت کې دا وخت شااوخوا ۲۰۰ ښځې په سوداګرۍ بوختې دي چې ۸۰ تنه‌یې په‌کې د سوداګرۍ په برخه کې د فعالیت رسمي جواز لري.

دی وايي، د دغې خونې په پرانیستنې سره به په هرات کې د سوداګرو ښځو فعالیت لا پراخ شي.

نوموړی په هرات کې د دغې خونې د پرانیستنې په اړه وايي، د دغې خونې په پرانیستنې سره به په دغه ولایت کې د ښځو اقتصادي ودې ته ډېره زمینه برابره او تر څنګ به‌یې د سوداګرۍ په برخه کې د دوی ستونزې هم هوارې شي.