د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به نن پنجشنبه ملت ته وینا وکړي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به نن پنجشنبه په مسکو کې ملت ته وینا وکړي.

پوتین دغه وینا په داسې حال کې کوي چې څه کم درې اوونۍ وروسته په دې هېواد کې د ولسمشرۍ انتخابات ترسره کېږي چې په غالب ګومان نوموړی به د ولسمشرۍ څلورمه دوره یقیني کړي.

د کرملېن ویاند دمیتري پسکوف پرون چهارشنبه خبریالانو ته له دې ډډه وکړه چې د پوتین د دغې وینا د محتوا په اړه جزئیات په ډاګه کړي، خو ویې‌ویل چې په دغسې عادي ویناوو کې معمولاً پر ډېرو مسایلو خبرې کېږي.

دا د هغو درېیو مهمو پېښو یوه ده چې هر کال پوتین په‌کې راڅرګندېږي.

پوتین په یوه بله کې د خلکو پوښتنې ځوابوي او په درېیمه کې د ستېژ پر سر په یوه خبري کنفرانس کې ګډون کوي.

ملت ته به دا د پوتین ۱۴مه وینا وي چې دی یې کوي.

نوموړی دغه ویناوې د دوما یا پارلمان د دواړو جرګو غړو، د کابینې وزیرانو، قاضیانو، سیمه‌ییزو لوړپوړو چارواکو او د سیاسي ډلو مشرانو ته کوي.