د امریکا متحده ایالاتو د «کابل پروسې» غونډه بریالۍ بللې او د افغانستان حکومت تهیې د هغې د مبارکۍ تر څنګ ویلي چې دا له وروستیو خونړیو حملو سره سره د سولې د پرمخ بیولو لپاره د افغانانو ټینګه اراده په ډاګه کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هدر ناوئرت پرون چهارشنبه د ټویټر له لارې په خپرو کړو پیغامونو کې ویلي چې متحده ایالات او نړیواله ټولنه چمتو ده چې د سولې په لاره کې د افغان ولسمشر اشرف غني د نویو وړاندیزونو ملاتړ وکړي.
ولسمشر غني طالبانو ته له قید او شرط پرته د سولې د خبرو وړاندیز وکړ او همیې د یوې سیاسي ډلې په توګه د طالبانو د په رسمیت پېژندلو او ځینو نورو مهمو مسایلو یادونه وکړه.
ناوئرت ویلي چې موږ له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې سره په ګډه پر طالبانو غږ کوو چې د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرې وکړي او د دې هېواد په سیاسي نظام کې ځان شامل کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده په داسې حال کې پر طالبانو غږ کوي چې د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرې پیل کړي چې طالبانو وړمه ورځ ورته غوښتنه له واشنګټنه وکړه او ویېویل چې د افغانستان د څه باندې ۱۶ کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره دې له دوی سره مستقیمې خبرې وکړي.