د هلمند چارواکي په دې ولایت کې د وسلهوالو مخالفانو پر یوه مرکز د عملیاتو په ترڅ کې د یوه جرمني تبعه د نیول کېدو خبر ورکوي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایي چې له دغه نیول شوي کس څخه چې نومیې نهدی په ډاګه شوی، ترلاسه شوي اسناد ښیي چې هغه د جرمني تبعه دی او له طالبانو سرهیې د پوځي سلاکار په توګه کار کاوه.
ځواک ويلي چې هغه له طالبانو سره د سړک د غاړې د بمونو په جوړولو کې همکاري کوله.
د هلمند د والي د ویاند په وینا د جرمني دغه تبعه او دوه تنه نور درې ورځې مخکې په ګرشک ولسوالۍ کې نیول شوي دي.
راپورونه وايي، دغه جرمنی تبعه د طالبانو د بم جوړونې په یوه مرکز کې چې په یوه کور کې فعال و، نیول شوی دی.
مخکې د ملي امنیت یوې سرچینې ازادۍ رادیو ته وویل چي نوموړی کابل ته انتقال شوی دی، خو عمرځواک وایې تر اوسه نه دی انتقال شوی.
ځواک وویل په دې اړه چې دا کس څنګه او ولي هلمند ته راغلی دی پلټني روانې دي.
طالبانو په دي اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
ځواک زیاته کړه چې له نوموړي څخه څېړنې روانې دي.