پر طالبانو د «کابل پروسې» د غونډې د ګډونوالو غږ!

د «کابل پروسې» د غونډې ګډونوالو پر طالبانو غږ وکړ چې د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې سره یوځای شي، سمدستي شخړې بندې کړي او خپلې غوښتنې د مستقیمو خبرو له لارې د افغانستان له حکومت سره مطرح کړي.

په هغه اعلامیه کې چې پرون چهارشنبه د دې یوې ورځنۍ غونډې په پای کې خپره شوې دغه‌راز ویل شوي چې د سولې یو تړون به د ټولو لورو لپاره یوه کامیابي وي او هغه به د هېڅ یوه لوري د ماتې په معنی نه‌وي.

افغان ولسمشر پرون چهارشنبه په دې غونډه کې چې د شااوخوا ۲۵ هېوادونو او یو شمېر نړیوالو سازمانونو استازو ګډون کړی وو، طالبانو ته له قید او شرط پرته د سولې وړاندیزونه وکړل او ویې‌ویل چې که طالبان سوله وکړي دا ډله به د یوه سیاسي ګوند په توګه په رسمیت وپېژندل شي.

ولسمشر دغه‌راز طالبانو ته د سولې نور وړاندیزونه چې پخوا نه‌وو شوي هم وکړل.

خو طالبانو تر اوسه د دغو نویو وړاندیزونه په اړه رسمي دریځ چې معمولاً دوی یې د خبرپاڼو په خپرولو سره ښیي، نه‌دی څرګند کړی، خو د جرمني«ډي. پې. اې» خبري اژانس د هغه بیان په حواله چې پر طالبانو پورې اړوند یوه وېب‌سایټ کې خپور شوی وایي چې طالبان د افغان ولسمشر د سولې د دغو نویو وړاندیزونو ستاینه کوي، خو په دې هېواد کې بهرني ځواکونه د سولې په وړاندې یو خنډ دی چې هغه دا شی پرون هېر کړی و.