هند ژمنه وکړه چې د شاهتوت د اوبو د بند د جوړېدو لګښت ورکوي.
دا ژمنه د هند د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویجي ګوکلي پرون چهارشنبه په ارګ کې له ولسمشر اشرف غني سره د لیدو پر مهال وکړه.
د شاهتوت بند د کابل د چهاراسیاب ولسوالۍ د للندر په سیمه کې د کابل سیند پر یوه څانګه پروت دی.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت پخوا د دې بند لګښت ۲۳۵ میلیونه ډالر اټکل کړی و.
دا بند به د ۱۵۰ میلیونه متر مکعب اوبو زېرمه ولري او ښایي تر پنځه مېګا واټه برښنا تولید کړي.