د پاکستان د ملي امنیت سلاکار د غني د سولې د وړاندیز ستاینه وکړه

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار متقاعد جنرال ناصر جنجوعه د افغانستان د ولسمشر د سولې د وړاندیز ستاینه وکړه.

ناصر جنجوعه تېر ماښام په اسلام‎اباد کې د ولسمشر اشرف غني له ځانګړي سلاکار او په پاکستان کې د افغانستان له سفیر حضرت عمر زاخېلوال سره د خبرو پر مهال وویل چې پاکستان دې ته چمتو دی چې د سولې په برخه کې تر خپله وسه تسهیلات برابر کړي.

د افغانستان ولسمشر پرون چهارشنبه په کابل کې د «کابل پروسې» د غونډې پر مهال طالبانو ته له وړاندې شرط پرته د سولې وړاندیز وکړ.

ولسمشر غني دا خبره هم وکړه چې له پاکستان سره خبرو ته چمتو دی او غواړي چې تېر هېر شي او نوی فصل پیل کړو.