د لغمان والي افغان ځواکونو ته: له ملي نوامیسو دفاع ستر جهاد دی

په لغمان ولایت کې د حوت نهمه د افغان ملي ځواکونو د ورځ ولمانځل شوه.

د لغمان والي ویاند نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل، به هغه غونډه کې چې له همدې امله د ۲۰۱ سیلاب قول اردو په لومړې پلې لوا کې جوړه شوې وه، د لغمان والي اصف ننګ او یو شمېر نورو سیمه ییزو چارواکو ګډون کړی وو.

د ښاغلي ځواک به وینا لغمان والي اصف ننګ په دغه غونډه کې د افغان خواکونو مېړانې او سرښندنې وستایلې او ویې وویل چې له ملي نوامیسو نه دفاع ستر جهاد دی او تاسې د دغه جهاد سر لارې یاست.

د نوموړي په خبره په دغه غونډه کې به یو شمېرو ډالۍ او ستاین لیکونه هم وویشل شول.