د کرملېن د سياسي مخالف بورېس نمتسف خپلوانو او ملاتړو د امريکا په پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې هغه پلازا رسماً افتتاح کړه چې د ده په نوم ده.
دغه کسان د نمتسف د وژنې د درېيم کال په مناسبت راغونډ شوي وو.
د روسيې دغه سياسي مخالف درې کاله مخکې په مسکو کې ووژل شو.
د دې پلازا د نومونې لپاره چې د روسيې د سفارت مخې ته موقعيت لري، دغه مراسم په روسيه، امريکا او نورو ځايونو کې د نمتسف د قدرداني د هڅو په لړ کې جوړ شوي وو.
نمتسف د ٢٠١٥ میلادي کال د فبرورۍ پر ٢٧مه له کرملېن نه څو متره ليرې پر يوه پله په ډزو ووژل شو.
د مسکو په سخاروف مرکز کې د ځانګړي مراسمو پر مهال د نمتسف هغه عکسونه چې د هغه د ژوند په بېلابېلو پړاوونو کې اخيستل شوي وو او يو مستند فلم نندارې ته وړاندې شو.