طالبانو، نړیوالې ټولنې او پاکستان ته د ولسمشر غني واضح وړاندیزونه

افغان ولسمشر د کابل پروسې په ناسته کې طالبانو، نړیوالې ټولنې او پاکستان ته واضح وړاندیزونه وړاندې کړل.

طالبانو ته د حکومت وړاندیزونه:

  • که چېرته د سولې له پروسې سره یوځای شئ، د یوه سیاسي ګوند په توګه به وپېژندل شئ.
  • طالبان باید د افغانستان اساسي قانون ومني، خو د یوه حقوقي چوکاټ له مخې په اساسي قانون کې تعدیل رامنځته کېدای شي.
  • طالبان باید د افغانستان حکومت په رسمیت وپېژني.
  • طالبان باید اوربند وکړي او افغان حکومت له دوی سره له قید او شرط پرته د خبرو لپاره چمتووالی لري.

د حکومت ژمنې:

  • هغه طالبان چې سوله کوي، د هغو امنیت به تأمینوو.
  • په کابل او یا هم په کوم بل اسلامي هېواد کې به د خبرو لپاره دفتر ورته خلاص کړو.
  • له نړیوالې ټولنې به وغواړو چې پر طالبانو بندویزنه لیرې کړي او دوی ته د تګ راتګ اجازه ورکړي.
  • د طالبانو د ادغام مجدد پروسه به عملي کېږي.

پاکستان ته د حکومت وړاندیزونه:

  • چمتو یو چې تېرې ترخې تجربې هېرې کړو او نوی باب پرانیزو.
  • نړیواله ټولنه هم باید پر پاکستان فشار راوړي چې افغان حکومت د طالبانو د سولې له وړاندیزه هرکلی وکړي.