چارواکي: په دایکنډي کې یو پولیس او ۸ وسله وال طالبان وژل شوي

چارواکي: په دایکنډي کې د نښتو پرمهال ۸ وسله وال طالبان وژل شوي.

د دایکنډي د ولایتي شورا غړي وايي، د دغه ولایت کجران ولسوالی کي د سې شنبي په ورځ سهار مهال وسله والو طالبانو د افغان ځواکونو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي چې په رامنځته شوې نښته کې ۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

د دایکنډي د ولایتي شورا غړی ابراهیم رحماني بلوچ د سې شنبي په ورځ ناوخته ازادي راډيو ته وویل، دا نښته د کجران ولسوالۍ د «منارې او قارون تپې» په سیمو کې تېره ورځ رامنځته شوې چي پر مهال یې یو پولیس هم وژل شوی او یو بل ټپی شوی دی.

د دایکنډي امنیه قوماندان سید باقر مرتضوي وايي، درې ورځې وړاندې تر ۳۰۰ پورې وسله والو طالبانو د کجران ولسوالۍ په یو شمېر امنیتي پوستو بریدونه کړي وو چې د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شوي او پر مهال یې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې معلوم نه دی.

کجران د ارزګان له چارچینو ولسوالی سره ګډه پوله لري، ځکه نو دغلته وسله وال طالبان فعال دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي.