غنی: تېر په هېر، پاکستان سره د اړیکو نوی باب پرانیزو

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل پروسې نړیوالې ناستې دوهم دور نن د ۲۵ هېوادونو د استازو او د ځینو نړیوالو سازمانونو د پلاویو په حضور کې پرانیست.

ولسمشر اشرف غني وویل چې اوربند باید تأمین او طالبان د یوې سیاسي ډلې په توګه وپېژندل شي.

ولسمشر له طالبانو هم مشخصې غوښتنې وکړې چې په سر کې یې د افغانستان د اساسي قانون منل شامل دي.

افغان ولسمشر همداراز وویل چې د تېر په هېرولو سره به له پاکستان سره د اړیکو په برخه کې نوی باب پرانیزي.

خو وسله‌والو طالبانو ویلي چې دوی له افغان حکومت سره نه، بلکې له امریکا سره د سولې خبرې کوي او تازه‌یې له امریکا غوښتي چې خبرې ورسره وکړي.