په پراګ کې یوې محکمې د صالح مسلم د خوشې کېدو امر کړی

سره له دې چې ترکیې د چک له جمهوریته د سوریې د کردانو د مشر د ورسپارلو غوښتنه کړې وه، په پراګ کې یوې محکمې د دې شخص د خوشې کېدو امر کړی دی.

د محکمې له حکم وروسته د چک جمهوریت چارواکو د سوریې د کردانو مشر صالح مسلم چې څو ورځې مخکې په پراګ کې نیول شوی و، له توقیفه خوشې کړی دی.

تر دې مخکې سوریې له چک جمهوریته غوښتي وو چې د سوریې د ډموکراتیک اتحاد د ګوند دا پخوانی مشر دې وروسپاري.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو ویلي، مسلم که هر هېواد ته ولاړ شي، انقره به‌یې تعقیب ته ادامه ورکړي.

د ترکیې د صدراعظم مرستیال ویلي، د صالح مسلم د خوشې کېدو پرېکړه سیاسي وه او دا یې په څرګنده د ترهګرۍ ملاتړ بللی دی.

نوموړي زیاته کړې چې دا به د پراګ او انقرې پر اړیکو منفي اغېز وکړي.