زرګونه مقدونیایانو پرون سې شنبه په پایتخت سکوپي کې د دې هېواد د نوم د احتمالي بدلون پر ضد لاریون وکړ.
یونان له مقدونیې سره له اوږدې مودې راهېسې د دې هېواد د نوم پر سر کړکېچ لري.
دا لاریون چې یو شمېر مدني بنسټونو تنظیم کړی و، پهکې په سړې هوا او واورې سربېره، زرګونه خلکو برخه اخیستې وه چې ډېرو یې د مقدنیې د بیرغ په رنګ، رنګ شوې چترۍ پر ځان نیولې او د «ژوندۍ دې وي مقدونیا او ژوندي دې وي مقدونیایان» شعارونه ورکول.
مظاهرهچیانو د یونان او مقدونیې د حکومتونو ترمنځ د هغو روانو خبرو اترو د سمدستي پای ته رسېدو غوښتنه کوله چې د مقدونیې د نوم پر سر د لسیزو اوږده کړکېچ د هواري لپاره د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ روانې دي.
د پخوانۍ یوګوسلاویا دا جمهوریت په وروستیو میاشتو کې له خپل ګاونډي یونان سره په پرلهپسې مذاکراتو بوخت دی، څو د مقدونیې د نوم پر سر شخړې ته یو هواری ولټوي.
یونان وايي، د پخوانۍ یوګوسلاویا د دې جمهوریت لهخوا د مقدونیې نوم کارول، د یونان په شمال کې په همدې نوم سیمه باندې د یو ډول ادعا بڼه لري.